کيسينګر : بېلابېلې خواوې دې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې وکړي
CMG2022/12/18 12:04:19
شريکول:

د امريکا پخواني خارجه وزير هينري الفريډ کيسينګر د ډسمبر په ۱۷ مه نېټه په ((سپيکټېټور)) اوونيزه کې (( له بلې نړيوالې جګړې څخه څنګه مخنيوی وشي؟)) تر عنوان لاندې مقاله خپره کړه. نوموړي په دې مقاله کې ويلي، ېېلابېلې خواوې دې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره بېړنۍ خبرې اترې وکړي او د بلې نړيوالې جګړې مخه دې ونیسي.

کيسينګر ويلي، په ۱۹۱۶م کال کې د امریکا حکومت فرصت درلود چې له ډيپلوماتيکو لارو چارو لومړۍ نړيواله جکړه پای ته ورسوي، خو د امريکا د کورنيو سياسي ستونزو له امله يې له دې فرصته استفاده ونه کړه.

همدارنګه کیسينګر زياته کړه، هغه فرصت چې بېلابېلې خواوې د خبرو اترو له لارې يو نوی نظام رامنځته کړي، رانژدې شوی او روسيه دې په دې نوي نظام کې خپل ځای پیدا کړي.