په ۲۰۲۲م کال کې به د چين عمومي اقتصادي اندازه له ۱۲۰۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه زياته وي
CMG2022/12/18 12:56:04
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مالي کمېسيون دفتر مرستیال هان ون شيو د ډسمبر په ۱۷مه نېټه له ۲۰۲۲م تر ۲۰۲۳م کال پورې د چين د اقتصاد په کلنۍ غونډه کې وويل چې د اټکل له مخې به روان کال د چين عمومي اقتصادي اندازه له ۱۲۰۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه زياته وي.

نوموړي وويل چې د روان کال د اقتصادي پرمختګ انډول او د کال په پيل کې د ټاکل شوي موخې ترمنځ واټن شتون لري، خو نور اقتصادي ګرافونه ښه دي چې ځيني يې د پاملرنې وړ دي. د اټکل له مخې، سږني عمومي اقتصادي اندازه به له ۱۲۰۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه زياته وي.

هغه زياته کړې چې روان کال په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې لاسته راوړنې لاټينګې شوې دي. په هغو ولسواليو کې چې له بې وزلۍ څخه وتلې دي، د هر تن پر سر عایدات د هېواد د منځنۍ سويې په پرتله ډېر دي. سربېره پردې په چين کې د استخدام حالت ثابت ساتل شوی او بېلا بېلو صنايعو د ښه کېدو په بهير کې مثبت پرمختګونه موندلي دي. د نوې انرژۍ د موټرو د پلور او صاداراتو اندازې په نړۍ کې لومړی مقام نیولی دی. د نورو هېوادونو د انفلاسيون پر وړاندې په چين کې د محصولاتو بيې ثابتې دي او د اوسېدونکو مصرفي بیه ۲ سلنه لوړه شوې او د غلودانو او انرژۍ خونديتوب او د خلکو ژوند تضمين شوی دی.