سروې: زياتره امريکايان د هېواد اقتصادي راتلونکي ته نا اميده دي
CMG2022/12/19 11:21:06
شريکول:

د وال سټريټ جورنال(The Wall Street Journal)د يوې سروې پايله خپره کړې، چې له مخې يې زياتره امريکايي رايه ورکوونکي په ۲۰۲۳م کال کې د هېواد د اقتصادي پرمختګ په اړه نا اميده دي او د سروې شاوخوا دوه پر دريېمه برخه ګډونوال پر دې باور دي، چې د امريکا اقتصاد په ناسم لوري روان دی.

د وال سټريټ جورنال په دغې سروې کې، چې د ډسمبر له ۳مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې يې ترسره کړې، د ۱۵۰۰ ثبت شويو امريکايي رايه ورکوونکو نظرونه را اخيستي دي.

د سروې زياتره ګډونوال پر دې اند دي، چې د امريکا اقتصاد د خرابېدو په لوري روان دی او د سروې ۸۳ سلنه جمهوري غوښتونکي ګډونوال پر دې نظر دي، چې په راتلونکي ۲۰۲۳م کال کې به د امريکا اقتصادي پرمختګ نور هم خراب شي.

د سروې ټول ۶۶ سلنه ګډونوال بیا پر دې اند دي، چې د امريکا اقتصاد پر ناسم لوري روان دی.