د چين ډيجټلي اقتصادي وده نړۍ ته د پرمختګ فرصتونه برابروي
CMG2022/12/19 13:42:17
شريکول:

د چين د مرکزي اقتصادي چارو غونډه څو ورځې وړاندې په بېجينګ کې ترسره شوه او پکې ټينګار شوی، چې هېواد به یې په ټول توان او هڅو ډيجټلي اقتصاد ته وده ورکړي.

له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، د چين د ډيجټل اقتصاد پيمانه له ۱۱۰۰۰ميليارډو يوانو څخه ۴۵۰۰۰ ميليارډو يوانو ته زياته شوې او د دغه هېواد په جي ډي پي کې يې انډول له ٪ ۲۱.۶ څخه ٪ ۳۹.۸ ته پورته شوی دی.

د چين انټرنېټي زېربناوې په نړۍ کې تر ټولو زياتې او تخنيک يې تر ټولو پرمختللی بلل کيږي.

 په دغه هېواد کې د 5G  بېس سټېشنونو شمېر يو ميليون او ۷۰۰ زره ښودل شوی او د 5G ګرځنده موبایلفونونو د کاروونکو شمېر يې له ۴۲۰ ميليونو څخه پورته دی.

 په ۲۰۲۱م کال کې په مجازي يا انلاين راکړې ورکړې کې د چين د تجارتي توکو د خرڅلاو ارزښت په لومړي ځل له يو ميليارډ يوانو څخه واوښت.

چين په ۲۰۲۰م کال کې نړيوالې ټولنې ته د ډېټاګانو د نړيوال امنيت وړانديز وکړ او له دې لارې يې وغوښتل، چې له بېلابېلو هېوادونو سره سلامشورې وکړي او د ټولو هېوادونو د هيلو او ګټو په اساس د ډيجټل ادارې نړيوال اصول جوړ کړي.

په نړۍ کې اوس هم نږدې ۳ میليارډه کسان انټرنېټ ته لاس رسی نه لري، چې زياتره يې د مخ پر ودو هېوادونو اوسيدونکي دي.

 چين هيله ښودلې، چې له نورو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ پرانيستی، ټولشموله، عادلانه او له تبعيض پرته د ډيجټلي اقتصادي پرمختګ چاپيريال جوړ کړي او بېلابېلو هېوادونو ته يې ګټې ورسوي.