د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د فضايي پرمختګ ملي ادارې د ډسمبر په ۱۸مې نېټې د سوهای سپوږمکۍ د توغولو په ډګر کې د استخباراتي سپوږمکۍ د څېړنې په اړه د سترې ازموينې د تر سره کولو علان کړی دی.
خبر وايي، چې د يادې ازموينې په ترڅ کې پر سپوږمکۍ بار راکټ ۵۰۰ کيلو متره لرې توغول شوی او په ورته وخت کې يې د اړوندو شاخصونو ارزونې هم شوې دي.
خبر زياتوي، چې ياده ملي اداره به د ۲۰۲۳م کال د اپريل تر پایه د پوځي استخباراتو لومړۍ سپوږمکۍ د چمتوالي کارونه بشپړ کړي.