۵۵ هېوادونو د خدمتي سوداګرۍ د کورنيو قواعدو د مراجعې سند د منظورۍ پروسه بشپړه کړې
CMG2022/12/19 11:23:51
شريکول:

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې د خدمتي سوداګرۍ د کورنيو قواعدو د ګډې اعلاميې په پار خبرو اترو کې  د سفيرانو په کچه يوه غونډه تر سره کړې ده.

د چین، امريکې، اروپايي ټولنې په شمول د يادو خبرو اترو ۵۵ ګډونوالو خواوو اعلان کړی، چې په کور دننه يې (( د خدمتي سوداګريزو چارو د کورنيو قواعدو د مراجعې سند)) د منظورۍ تشريفات بشپړ کړي  او موافقه يې کړې، چې د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه به د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د يادو خبرو اترو د لاسته راوړنو د نافذېدو پروسه پيل کړي.