بريتانيا هغو بستونو ته زرګونه پوځيان ليږي، چې د اعتصاب له امله خالي پاتې دي
CMG2022/12/19 14:36:40
شريکول:

په بريتانيا کې ډېرو کارګرو په دې وروستيو کې د ژوند د لوړ لګښت او عايد جنجال له امله ډله یيز اعتصابونه پېل کړي، چې له امله يې د دغه هېواد د اورګاډو او الوتنو ټرانسپورټي چارې او پوستي خدمتونه په تدريجي ډول دریدلي دي.

د بريتانيا حکومت د ډسمبر په ۱۷مې نېټې اعلان کړی، چې شاوخوا ۱۲۰۰ پوځيان او ۱۰۰۰ عامه خدمتګران به د اعتصاب له امله خالي شويو بستونو ته وليږي، چې د اړوندو خدماتو چارې پرمخ يوسي، خو د دغه هېواد کارګرو ټولنې د حکومت له نوموړي ترتيب سره مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې سرتېري د اړوندو دندو په برخه کې تجربه او "کافي روزنه" نه لري.