د سالنګ تونل کې بل ټانکر هم اور اخیستی او چاودېدلی دی
CMG2022/12/19 11:20:36
شريکول:

د افغانستان د پروان د والي ویاند حکمت الله شميم د ډسمبر په ۱۸مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د سالنګ تونل تړل شوی دی.

ځايي رسنيو خبر ورکړی، چې په ياد تونل کې يو بل ټانکر هم اور اخيستی او چاودنه يې کړې ده.

په دغه تونل کې وړمه شپه یو ټانکر اور اخېستی و، چې له امله یې په تونل کې بندو ۵۱ کسانو ته مرګژوبله واړوله.

باختر اژانس خبر ورکړی، چې له لومړۍ پېښې وروسته، تونل د خلکو د تګ راتګ په موخه پرانېستل شوی و، خو د دویمې پېښې په رامنځته کېدو، تونل بیا تړل شوی دی.

 

(هیله)