د چين اقتصادي کلنۍ غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه
CMG2022/12/19 14:27:45
شريکول:

د چين د نړيوال اقتصادي تګ راتګ مرکز په کوربه توب د ۲۰۲۲م کال – ۲۰۲۳م کال لپاره د چين اقتصادي کلنۍ غونډه د ډسمبر په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د مرکزي اقتصادي غونډې د روحيې جدي څېړنه او تطبيق او د دغه هېواد د اقتصادي چلند د ښه والي لپاره هڅونه د دې غونډې اصلي موضوع وه. د غونډې ګډونوالو دې ته په اشارې سره وويل، چې د راتلونکي کال په اقتصادي چارو کې دې ثبات ته لومړيتوب ورکړل شي او د ټيکاو د ثابت ساتلو په جريان کې دې پرمختګ او زياتوالی تعقيب شي. دوی د چين د ۲۰۲۳م کال د اقتصادي وضعيت د ښه والي په اړه خوشبينانه نظريې وړاندې کړې دي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي اقتصادي کميسيون د دفتر مرستيال مشر هان ون شيو په اقتصادي کلنۍ غونډه کې وويل، چې د چين اقتصاد انعطاف منونکی او فعال دی او د پرمختګ پياوړی پټ قوت لري، د دايمي پرمختګ اصلي وضعيت يې نه دی بدل شوی. د مختلفو معلوماتو له مخې اټکل کېږي، چې په راتلونکي کې به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول به ډېر ټيټ شي، خو د چين اقتصاد به په عمومي توګه پرمختګ وکړي.

نوموړي وويل، چې سږ کال چين د کورنيو اړتياوو د زياتوالي او د اقتصادي جوړښت د ښه والي لپاره يو لړ تګلارې او تدبيرونه نيولي، چې د مالياتو او فيس د کمښت، د پانګونو د زياتوالي لپاره د پولي ملاتړ ، په مهمو برخو او پروژو کې د سامان الاتو د نوښت لپاره د پورونو د برابرولو او د داخلي بازار له سالم پرمختګ څخه د پولي ملاتړ په شمول تدبيرونه پکې شامل دي. د دغو تدبيرونو ځينې برخې به پيل او ځينې به يې بشپړې شي. دغه راز د تګلارو اغېزې به په راتلونکي کال کې دوام ولري. سربېره پر دې، په راتلونکي کال کې به د واقعي وضعيت له مخې ځينې نوې تګلارې او تدبيرونه غوره کړي. تطبيق شوې تګلارې او نوې تګلارې به سره يو ځای د اقتصادي احيا په هڅولو کې فعال رول ولوبوي.

ښاغلي هان ون شيو وويل، چې که څه هم سږ کال د اقتصادي پرمختګ انډول د روان کال د پيل له مطلوبې موخې څخه ټيټ دی، خو نور زيات اقتصادي شاخصونه يې ټاکلې موخې ته رسېدلي دي. د اټکل له مخې، د چين د سږ کال اقتصادي اندازه به تر ۱۲۰ زرو ميليارډو يوانو زياته وي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د اقتصادي کميسيون مرستيال نينګ جي جه وويل، چې د تصديو او خلکو لپاره د ګټورو تګلارو تطبيق دې پياوړی شي، په بېلا بېلو لارو دې د خلکو عايدات زيات شي او د خلکو د مصارفو توان دې لا لوړ شي.

ښاغلي نينګ جي جه وويل، چې ځکه په چين کې زياتره خلک مزدوران دي، په اوسط ډول د هر اوسېدونکي په عايداتو کې ۵۵.۹سلنه معاش دی. نو د روزګار ثابت او زياتوالی په تېره بيا له حکومتي ادارو پرته د شخصي تصديو او ارګانونو استخدام د خلکو د عايداتو د زياتوالي لپاره ډېر مهم دی. د سوداګريزو چارو ګټې په اوسط ډول د هر اوسېدونکي په عايداتو کې ۱۶،۸ سلنه نيسي. د بزګرانو او ښاري اوسېدونکو خپلې چارې او پرمختګ دې وهڅول شي او د دوی لپاره دې د عادلانه سيالۍ او منظم سوداګريز چاپېريال برابر شي. سربېره پر دې، هغه وګړي بايد د اوسنيو تګلارو تر چوکاټ لاندې د ضمانت په ساحه کې شامل شي، چې له ستونزو سره مخ دي او عايدات يې ټيټ دي، څو د دغو وګړو د عايداتو زياتوالی تامين شي.

د چين د ماليې وزارت مرستيال شو هونګ څای په اقتصادي کلنۍ غونډه کې وويل، چې د ماليې څانګې به په راتلونکي کال کې پر دې ټينګار وکړي، چې ثبات ته لومړيتوب ورکړي، د ثبات ساتنې په عين وخت کې به پرمختګ ومومي او د اغېزو د لوړوالي لپاره به هڅې وکړي.  د اغېزو لوړوالی به په هغو برخو کې څرګند شي، چې د مالياتو د کمښت تګلارې به بشپړې شي، د ماليې د لګښتونو جوړښت به اصلاح شي، د مالي پانګو لارښوونکی رول به پياوړی شي او د مالي پانګو ميکانيزم او د ماليې عمومي اداره او کنټرول به ښه شي، څو د باکيفيته پرمختګ د موندلو لپاره قوتونه راغونډ شي.