د پروان ولایت د عامې روغتیا مرستيال ډاکټر عبدالله افغانمال د ډسمبر په ۱۸مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د سالنګ تونل کې يو ټانکر اور اخیستی، چې له امله یې ۱۹تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
نوموړي ويلي، چې پېښه د روانې مياشتې په ۱۷مې نېټې د شپې په ۹ بجو په تونل کې دننه شوې ده.
د پروان د والي وياند حکمت الله شمیم هم رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د دې ولایت په سالنګ تونل کې شوې او په وينا يې ژغورونکو ډلو یې ټپيان روغتون ته ليږدولي دي.
(هیله)