د تالیمو نفت لرونکې سیمې د شینجیانګ جنوبي سیمو ته د ۵۰ میلیارډو مکعب مترو په اندازه طبیعي ګاز برابر کړی او په تالیمو کې مېشتو د بېلا بېلو قومونو د وګړیو اړتیاوې يې پوره کړې دي.
د تالیمو نفت لرونکې سیمې په دې وروستیو کالونو کې د شینجیانګ جنوب ته د طبیعي ګازو د لېږدونې او عرضې د تضمین لپاره ډېر کوښښونه کړي، د شینجیانګ په جنوب کې یې د ۴۲ ولسوالیو د وګړیو اړتیاوې پوره کړي او د طبیعي ګازو د برابرونکو مرکزونو شمېر يې ۷۳ ته پورته کړی دی.
د تالیمو نفت لرونکې سیمې سږ کال د شینجیانګ جنوبې سیمو ته د ۵.۳ میلیارډو مکعب مترو په اندازه طبیعي ګاز برابر کړی او په دغو سیمو کې د انرژۍ مصرفي جوړښت د ښه والي، اوج ته د کاربن ایستنې اندازې د رسېدو او د کاربن خنثی موخې د عملي کولو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.
(هیله)