شي جين پينګ د عربي هنر پنځم فېسټيوال ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/12/20 10:12:58
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۹مه نېټه د عربي هنر پنځم فېسټيوال ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري او د وخت په تېرېدو لا ټينګه شوې ده. دواړو خواوو د ورېښمو لرغونې لارې د جوړونې او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په جريان کې پراخې همکارۍ کړي او د کلتوري تبادلې په برخه کې يې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې هيله ښودلې، چې چين او عربي هېوادونه په نوموړي فېستيوال کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د لومړۍ سرمشريزې غونډې لاسته راوړنې پلې کړي، د ورېښمو لارې روحيه خپره او خپلمنځي دوستي لا ټينګه کړي، کلتوري تګ راتګ پياوړی وساتي، د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره خوځنده ځواک برابر کړي او د نوې زمانې پر وړاندې د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

د عربي هنر پنځم فېستيوال د ډسمبر په ۱۹مه نېټه د چين د جيانګ شي ولايت په جينګ ده جن ښار کې پرانيستل شوی دی.