ایا امریکا افریقا ته خپلې ژمنې پوره کوي؟
CMG2022/12/20 14:50:24
شريکول:

واشنګټن څو ورځې مخکې د امریکې او افریقا دوهمه سر مشریزه جوړه کړه.

 د امریکې ولسمشر جوبایډن او د دفاع وزیر لیود اوستین، د ۴۹ افریقايي هېوادونو او د افریقا لیګ مشرانو په دغه سرمشریزه کې ګډون کړی و.

 سپينې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د واشنګټن او افریقا ترمنځ د اړیکو ټينګښت ژمنه تایید کړې او د بایډن حکومت پلان يې خپور کړی چې په راتلونکو ۳ کلونو کې به په افریقا کې لږ تر لږه ۵۵ میلیارډه ډالره پانګونه وکړي.

د امریکې د اتلانتیک شورا د افریقا مرکز څېړونکي حلوبي د یادې سرمشریزې په اړه وویل، کلیدي ټکی دا دی چې خلک تر یوې میاشت یا یو کال وروسته د دې سرمشریزې په هکله  یو څه مالومات یادوي، او ګوري چې کومې ژمنې پوره کېدونکې دي.

 د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په دې اړه ویلي، چې (( امریکا باید په افریقا کې تر پانګونې مخکې لومړی خپل پورونه بېرته ورکړي. ))  ((امریکې په تاریخ کې تل افریقا خپل انګړ بللی او پر افریقایانو يې نژادي تبعیض غوره کړی)).

له دغو څرګندونو څخه ښکاري چې افریقايي هېوادونه پر واشنګټن باور نه لري. څرنګه چې امریکې هېڅکله افریقا ته جدي پاملرنه نه ده کړې. د دواړو خواوو اړیکې په وروستیو کلونو کې ډېرې ترینګلې شوې دي. د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته، امریکې ډېر زیات واکسین راغونډ کړي او په عین وخت کې يې هغه واکسین افریقا ته لېږلي چې د اعتبار موده يې مخ په ختمېدو ده. اوس واشنګټن په ناڅاپي توګه پر افریقا رویه بدله کړې، نو صمیمیت يې د افریقایانو ډېر د شک وړ ګرځېدلی دی.

ډېرو شنونکو دې ته اشاره کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې افریقا ته د امریکا د پاملرنې، موخه له افریقایانو سره مرسته کول نه دي، بلکې د جغرافيايي سیاست د سیالۍ لپاره دي.

د امریکې د دفاع وزیر لیود اوستین د دې سرمشریزې په لومړۍ ورځ کې ویلي، چې پر افریقا د چین اقتصادي اغېزه ورځ تر بلې زیاتېږي. د امریکې د بهرنیو اړیکو کمیسیون په اشارې سره وویل، چې د چین او افریقا ترمنځ اړیکې د ژورتیا په حال کې دي، او ډېرو خلکو پر واشنګټن نیوکې کړې چې له افریقا سره په تماس کې ډېره کمزورتیا لري.

په حقیقت کې پر افریقا د امریکې ژمنه شوې مرستې هېڅ نه دي عملي شوي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سږ کال په تېر اګست کې په جنوبي افریقا کې ویلي و، چې د واشنګټن او افریقا د سرمشریزې د ترسره کېدو موخه پر افریقا د امریکې د ژمنو ټینګار دی. نو په دې اړه پوښتنه پيدا کېږي چې ایا امریکې تر هر څه لومړی خپلې مخکنۍ ژمنې پوره کولای شي کنه؟ د بېلګې په توګه، د امریکې پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۳م کال په جون کې جنوبي افریقا ته د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د برېښنا تولید په برخه کې به له افریقا سره قوي مرسته وکړي. خو د ۲۰۲۰م کال تر پایه پورې د برېښنا تولید اندازه يې د ژمنې یو پر څلورمې برخې کمه وه.

د واشنګټن او افریقا لومړۍ سرمشریزه په ۲۰۱۴م کال کې ترسره شوه. بارک اوباما په لومړۍ سرمشریزه کې ژمنې کړې چې په افریقا کې پانګونې زیاتې کړي او د اېډز ناروغۍ د وقايې او درملنې پانګې به برابرې کړي. خو د امریکې حکومت ور پسې له افریقا سره د اېډز ناروغۍ ضد مرستندویه پروژه لغوه کړې او نورې مرستندویه پروژې يې هم کمې کړې دي.

د جنوبي افریقا د جونسبورګ پوهنتون د افریقا او چین د څېړنیز مرکز د ساینس علمي ادارې مشر ماتنبو په اشارې سره وویل، چې د واشنګټن او افریقا لومړۍ سرمشریزې افریقایانو ته هېڅ واقعي بریالیتوبونه نه دي ښودلي.

اته کاله وروسته، د واشنګټن او افریقا په دوهمه سرمشریزه کې د جوبايډن ژمنه هم له شک ډک ده. ۵۵ میلیارډه ډالره پانګې دې پر ۵۰ افریقايي هېوادونو ووېشل شي او په ۳ کلونو کې به اجرا شي. ایا دغه بودیجه د استازيو جرګې لخوا تصویبېږي که نه، دا هم مالومه نه ده. نو د اروپا او اسیا ډلې د افریقايي مسئلې لومړي شنونکي امکا انکو وویل، چې د بايډن حکومت عملونه د پخوا په نسبت توپیر نه لري.

افریقا د لویو هېوادونو رښتینو مرستو ته اړتیا لري. که امریکا غواړي د افریقايي هېوادونو باور تر لاسه کړي، باید په صمیمي رویه ورسره مرستې وکړي او د افریقا خلکو ته دې رښتينې ګټې ورسوي.