چين د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون د ۹مې غونډې هرکلی وکړ
CMG2022/12/20 12:00:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۱۹مه نېټې په یوې مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون د ۹مې غونډې تر سره کېدل او اړوند برياليتوب د دې ښکارندويي کوي، چې د بيولوژيکي امنيت د نړيوالې ادارې مهم پرمختګونه د نړیوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري او چين يې هرکلی کوي.

د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون ۹مه غونډه په همدې ورځ په ژنيو کې پای ته رسېدلې ده.

ماو نينګ په یادې مطبوعاتي غونډې کې خبريالانو ته وويل، چې د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون ۹مې غونډې کې د بيولوژيکي امنيت د نړیوال وضعیت او د تړون د پلي کېدو په اړه معلومات په بشپړ ډول څارل شوي او د لاسته راوړنو اسناد پکې تصويب شوي دي.

 دغې غونډې پرېکړه کړې، چې د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون کاري ګروپ به جوړ کړي او د قانوني تدبيرونو له لارې به د تړون د موثريت د پياوړتيا او د پوره تطبيق لپاره هڅې وکړي.