د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د ډسمبر په ۱۹مه نېټه د روسيې او اوکراين ترمنځ د روانې شخړې او نورو نړيوالو مسايلو په اړه يوه خبري ناسته تر سره کړې ده.
ګوټرېش په يادې ناستې کې په نږدې راتلونکي کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جدي سوله ييزو خبرو اترو د احتمال په اړه خوشبین نه ښکارېده، خو پر دې يې ټينګار کاوه، چې د روسیې او اوکراین شخړه باید د ملګرو ملتونو د منشور په رڼا کې په سوله ییزه توګه حل شي.
نوموړي وويل، چې ملګري ملتونه به د روسیې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو زمېنه برابره کړي او هیله يې وښوده، چې دواړه هېوادونه جګړه ژر پای ته ورسوي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.