په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د ډسمبر په ۱۹مې نېټې د امنيت شورا د منځني ختيځ او فلسطين مسئلو په غونډه کې ويلي، چې نړیواله ټولنه بايد د دوو هېوادونو طرحې د پلي کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.
نوموړي په يادې غونډې کې ويلي، څه باندې ۷۰ کاله کېږي، چې د فلسطين او اسرائيل مسئله د ملګرو ملتونو په اجنډا کې ځای شوې، خو تر اوسه ورته د حل لاره نه ده موندل شوې.
جانګ جون له ټولو هيوادونو غوښتي، چې خپلو ژمنو ته د عمل جامه واچوي او پر ملګرو ملتونو او امنيت شورا يې بيا غږ کړی، چې د دوو هېوادونو طرحې د تطبيق په برخه کې موثر ګامونه پورته کړي او له فلسطينيانو څخه دې ملاتړ وکړي، چې خپل نه محرومېدونکي حقونه بيا تر لاسه کړي.
نوموړي ويلي، چې ملګري ملتونه دې د فلسطين او اسرائيل او د عربانو او يهوديانو ترمنځ د سوله ييزو خبرو او د منځني ختيځ د دايمي سولې لپاره زمينه برابره کړي.
جانګ جون زياته کړې، چې چين به فلسطين سره دوامدارې بشري مرستې وکړي، د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې به د فلسطين له پروګرامونو څخه ملاتړ وکړي او UNRWA ته به زياته بسپنه ورکړي.