رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امريکا د سترې محکمې قاضي القضات جان رابرټس د ډسمبر په ۱۹مه نېټه ويلي، چې د بايډن حکومت به د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه د کرونا وبا په پلمه د کډوالو د ژر شړلو حکم پای ته ورسوي، خو ستره محکمه به يې مخه ونيسي.
د کډوالو د ژر شړلو حکم د ټرمپ په مشرۍ د پخوانۍ دورې امريکايي حکومت لخوا د کرونا وبا د خپرېدو په لومړۍ موده کې ټاکل شوی دی، چې له مخې به يې د کرونا وبا د مخنيوي په پلمه د امريکا له ځمکنيو سرحداتو تېرېدونکي کډوال د خاصو حالاتو له پامه غورځولو او ځانګړې ارزونې پرته ژر وشړل شي
د پلان له مخې، د دغه حکم د باور موده د ډسمبر په ۲۱مې نېټې پای ته رسېږي.