د کوپ۱۵ غونډې په دويم پړاو کې د کون مينګ- مونټريل چوکاټ تصويب شو
CMG2022/12/20 15:05:09
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو د ۱۵مې غونډې (کوپ۱۵) په دويم پړاو کې د کون مينګ – مونټريل چوکاټ په هکله ګډې نظريې وړاندې شوې دي.

د غونډې ګډونوال د بيولوژيکي تنوع د کون مينګ – مونټريل چوکاټ په اړه ګډ ټکي ته رسيدلي او ياد چوکاټ يې تصویب کړی دی.

په دغه چوکاټ کې د انسانانو لپاره د روغتيايي او سمسور نړيوال بيولوژيکي سيسټم د ابادۍ او د دواملرونکي پرمختګ د هدف عملي کولو په پار ګډې نظريې ځای شوي، چې ستر تاريخي اهميت لري.

چين د دغې غونډې د رئيسه هېواد په توګه د بېلا بېلو خواوو تر منځ د اخري ګډ ټکي ته د رسيدو په پار رغنده رول لوبولی دی.