داعش د عراق په ختيځ کې ۸ ملکي وګړي وژلي
CMG2022/12/20 15:21:14
شريکول:

داعشي وسله والو د ډسمبر په ۱۹مې نېټې د عراق په ختيځ ديالي ولایت کې بريد ترسره کړی، چې له امله يې ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ختيځ ديالي ولایت د امنيت ادارې چارواکي رسنيو ته ويلي، چې د عراق امينتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړې دي.

د عراق لومړي وزير محمد شيا السوداني يو لوړ پوړی پلاوی د ياد بريد د پلټنې په پار سیمې ته ليږلی دی.