اروپايي ټولنه د طبيعي ګازو د بیو پر محدودیت موافقې ته ورسیده
CMG2022/12/20 12:57:00
شريکول:

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د ډسمبر په ۱۹مه نېټه په بروکسېل کې د انرژۍ وزيرانو په غونډه کې موافقې ته رسېدلي، چې د يوه ځانګړي ميکانيزم له لارې به د طبيعي ګازو بيه په هر ميګاواټ کې ۱۸۰ يورو محدودوي او دغه میکانیزم ته به د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د عمل جامه اچوي.

د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد چک جمهوريت يوه چارواکي په همدې ورځ پر خواله رسنيو اعلان کړی، چې د دې ټولنې غړي هیوادونه د طبیعي ګازو پر بیو د محدودیت په اړه موافقې ته رسیدلي دي.