سي اېم جي ختيځې افريقا ته په چين کې د کرونا وبا د کابو کولو په اړه خبري ناسته تر سره کړه
CMG2022/12/20 11:10:35
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د ډسمبر په ۱۹مه نېټه ختيځې افريقا ته په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په اړه د معلوماتو انلاين ناسته تر سره کړې ده. 

په دغې ناستې کې د کينيا، تانزانيا او يوګانډا په شمول د ختيځې افريقا د خبري رسنيو مشرانو او خبريالانو ګډون کړی و.

د کينيا په پلازمېنې نايروبي کې د چين ميډيا ګروپ د سواهيلي ژبې څانګې مسئولې دو شون فانګ د ناستې ګډونوالو ته د کرونا وبا ضد د چين د درې کلنې مبارزې د لاسته راوړنو او ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او خبريالانو ته يې په دې اړه مالومات ورکړل، چې چين د کومو اغېزمنو تدبيرونو لارې د کرونا وبا پر وړاندې درې کلن مزل وهلی او اوس د يادو تدبيرونو د اصلاح او ښه والي مناسب فرصت په لاس ورغلی دی.

 اغلې دو شون فانګ د ناستې ګډونوالو ته په چين کې د کرونا وبا ضد د تازه خپرو شويو تدبيرونو په اړه معلومات ورکړي او هيله يې ښودلې، چې دغه تدبيرونه به د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو او تګ راتګ احيا وهڅوي.

د کينيا ملي تلويزيون په شمول د ختيځې افريقا مهمو خبري رسنيو د دغه فعاليت او د کرونا وبا ضد د چين د مبارزې د پايلو په اړه خبرونه ورکړي دي.