شي جين پينګ په نوې زمانې کې د چين د اساسي قانون د تطبيق يوه مقاله خپره کړه
CMG2022/12/20 10:48:02
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۹مه نېټه یوه مقاله خپره کړې، چې عنوان يې دی (( په نوې زمانې کې د چین د اساسي قانون د عملي کېدو نوې پاڼه)).

شي جين پينګ په خپلې مقالې کې ليکلي، چې سږ کال په چين کې د اوسني اساسي قانون د تطبيق له ۴۰مې کليزې سره برابر دی. د چين اوسني قانون له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند او دولتي چارو ته پرمختګ ورکړی. چين بايد د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه پلې کړي، د اساسي قانون د تطبيق مکفوره او کارونه دې پياوړې کړي، څو د هېواد په حکومتوالۍ کې د اساسي قانون مهم رول په لا ښه توګه اغېزمن شي او د سوسياليزم د هراړخيز عصري هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ټينګ تضمين برابر کړي.