د بامیان سمڅې
د باميان سمڅې يا مغارې مو کتلي؟
دا سمڅې د غره په ټټر کې دي، چې تاريخي مخينه يې سلګونو کالونو ته رسیږي.
خلک اوس هم په دغو سمڅو کې اوسیږي، خو هلته يې ژوند څنګه روان دی؟
ايا حکومت د باميان د دغو سمڅو تاريخي ارزښت ته پاملرنه کوي؟
زمونږ همکار د دغو سمڅو له اوسيدونکو او د باميان د اطلاعات او کلتور رئیس سره غږيدلی او دا ويډيويي راپور يې پرې جوړ کړی دی.