د چين اې ار جۍ ۲۱الوتکه په لومړي ځل بهرني بازار ته ننوته
CRI2022/12/20 12:31:15
شريکول:

د چين اې ار جۍ ۲۱((ARJ21)) مسافروړونکې الوتکې په لومړي ځل بهرني بازار ته لاره موندلې او د اندونيزيا ټرانس نوسا (TransNusa) هوايي شرکت له لوري اخيستل شوې ده.

دا لومړی ځل دی، چې د چين اې ار جۍ ۲۱ الوتکه بهرني بازار ته وړاندې کيږي او د اندونيزيا ياد هوايي شرکت ته رسماً سپارل شوې ده.

اې ار جۍ ۲۱ جېټلاینر الوتکه ده، چې د چين لخوا جوړې شوې ده.

اې ار جۍ ۲۱ الوتکه له ۲۲۲۵ تر ۳۷۰۰ کيلومترو پورې واټن وهلی شي او په عمده توګه د مرکزي ښارونو او شاوخوا منځنیو او کوچنيو ښارونو ترمنځ الوتنې کوي.

 اې ار جۍ ۲۱ الوتکه په لومړي ځل په ۲۰۱۶م کال کې د چين په ملکي هوايي چلند کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او تراوسه د څه باندې ۳۰۰ هوايي کرښو لپاره کارول شوې او له ۵ ميليونو او ۶۰۰ زرو زيات مسافرين يې لیږدولي دي.