شي جين پينګ د جرمني له ولسمشر سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/12/21 12:15:45
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د شلمې نېټې په شپه د جرمني له ولسمشر فرانک والټر شټاين مایرسره ټليفوني خبرې کړې دي.

سږ کال د چين او جرمني ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی.

 شي جين پينګ له خپل جرمني سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين او جرمنی له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو کوښښونو په رڼا کې هر اړخيز ستراتيژيک همکاران ګرځېدلي دي. 

نوموړي په خپلو خبرو کې د چين او جرمني د اړيکو د ښه پرمختګ په پار درې فقرييز وړانديز کړی دی.

۱ـ چين او جرمني دې مناسب او بنسټیز تفاهم ولري.

۲ـ دواړه هېوادونه دې واقعي او پرانيستې همکارۍ وکړي.

۳ـ  دواړه هېوادونه دې د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو په سالم او ثابت پرمختګ کې لارښوونکی رول ولوبوي.  

 شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې چين به له جرمني سره يو ځای د نړیوالو ننګونو پر وړاندې پراخې او ژورې همکارۍ وکړي.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاين مایر په خپلو خبرو کې ويلي، چې هېواد یې د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او غواړي له چين سره نظر تبادلې او اړيکې پياوړې کړي، په بېلا بېلو برخو کې ورسره عملي همکارۍ وکړي او د سيمه ييزو مسئلو په اړه ورسره نژدې سلا مشورې او همغږي وساتي.

 دواړو خواوو د اوکراین د کړکېچ په اړه هم د نظریو تبادله کړې ده.