ډېری چيني سوداګر بهرنيو بازارونو ته روان دي او غواړي پانګې راجلب کړي
CMG2022/12/21 12:10:35
شريکول:

د جه جيانګ ولايت يو سوداګريز پلاوی د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه په هوايي ډګر کې پرواز ته په تمه و. دوی غواړي، عربي متحده امارات ته ولاړ او بهرني بازار ته لاره ومومي او پانګې راجلب کړي.

ياد سوداګريز پلاوی د جه جيانګ ولايت د ۲۳ تصديو له استازو جوړ و.

په چين کې د کرونا وبا د کابو کولو تدبيرونه تنظيم شوي او د ګوانګ دونګ، جه جيانګ، جيانګ سو او فو جيان په ګډون د دغه هېواد د ۹ ولایتونو ډېرو سوداګرو پلاوي جوړ کړي او بهرنيو هېوادونو ته تللي او يا هم د تګ په حال کې دي.

دوی تمه لري، چې بهرنيو بازارونو ته لار ومومي او پانګونې راجلب کړي.

د چين د جه جيانګ ولایت د نينګ بو ښاروالۍ د روان کال په جولای کې په لومړي ځل خپل سوداګريز پلاوی بهرنيو هېوادونو ته وليږه او له هغه وروسته يې هره مياشت پلاوي ترتيب کړي او ايټاليا، اندونيزيا، عربي متحده امارات، جاپان او ډېرو نورو هېوادونو او سيمو ته يې ليږلي دي او تر اوسه يې د ۲ ميليارډو ډالرو په ارزښت فرمایشونه يا سپارښتنې ترلاسه کړې دي.

د ۲۰۲۲م کال د نومبر  ۲۳ مه نېټه، د جيانګ سو ولایت د يوې تخنيکي فابريکې کارکوونکي په کار بوخت دي

په سه چوان ولایت کې د ورېښمو  فابريکې کارکوونکي د فرمايشونو له مخې د ورېښمو په توليد بوخت دي