وانګ يي د فرانسې د بهرنيو چارو له وزيرې کاترين کولونا سره ويډيويي خبرې وکړې
CMG2022/12/21 11:51:57
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو او د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۱۹مې نېټې د فرانسې د بهرنيو چارو له وزيرې کاترين کولونا سره ويډيويي خبرې کړې دي.

وانګ يي له نوموړې سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له فرانسې سره په ګډه د لوړې کچې تبادلې او ستراتيژيکې اړيکې پياوړې کړي، په بېلا بېلو برخو کې ورسره همکارۍ ژورې او پراخې کړي، هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ورسره زياتې او پرمختيا ورکړي او د چين او اروپا د اړيکو د سالم پرمختګ او د نړۍ او سيمې د سولې او ثبات لپاره خدمتونه وکړي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې چين به د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د حالاتو له بدلونونو سره سم د اړوندو تدبيرونو اصلاح او سمون ته دوام ورکړي او د چينايانو او بهرنيانو د تګ راتګ لپاره به لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

وانګ یې زياته کړې، چې د چين اقتصادي پرمختګ ښه راتلونکی لري او د سترو بازارونو توان به په چټکۍ خپور کړي، چې دا به د فرانسې په شمول ډېرو هېوادونو ته د ګټې وټې فرصتونه برابر کړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزيرې کاترين کولونا په خپلو خبرو کې ويلي، چې هغه به د فرانسې او چين ترمنځ د راتلونکي پړاو د لوړې کچې تبادلې لپاره چمتووالی ونيسي.

 فرانسه د چين ځانګړتيا لرونکي عصري کېدل ستايي او غواړي په دې برخه کې ورسره مرستې وکړي.

نوموړې زياته کړې، چې فرانسه د کرونا وبا د کنټرول په برخه کې د چين د نويو تدبيرونو ستاينه کوي او هيله يې ښودلې، چې له چين سره د څو اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د ګډ مقاومت همکارۍ پياوړې کړي.

(ژباړه: شکريه)