د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په شلمې نېټې وويل، چين به د بيولوژيکي تنوع تړون«کون مينګ-مونټريال چوکاټ» تطبيق ته فعاله وده ورکړي او له ټولو خواوو سره به په ګډه په کره کې د ژوند د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره کار وکړي.
ماو نينګ وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو ۱۵مې غونډې(کوپ۱۵) د دوهم پړاو پرانيستونکو مراسمو ته ويډيويي وینا وکړه او د غونډې د وروستۍ مثبتې نتیجې لپاره يې مهم سیاسي خوځنده ځواک برابر کړ.
چین د بيولوژيکي تنوع تړون پر وړاندې د بېلا بېلو مشکلاتو او ننګونو حل ته لاره هواره کړې او ټولې خواوې يې هڅولي، چې خپلمنځي توپيرونه له منځه يوسي، څو خبرې اترې يې مثبتې پايلې تر لاسه کړي.