په کلیفورنیا کې د زلزلې له امله دوه کسان مړه شوي
CMG2022/12/21 11:53:55
شريکول:

د امريکا د کاليفورنيا ايالت د همبولدټ ولسوالۍ د عامه امنيت ادارې د ډسمبر په ۲۰مې نېټې خبر ورکړی، چې د دې ایالت په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲ تنه مړه شوي او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي. سربیره پردې، د سيمې پر ۷۰ زرو اوسېدونکو برېښنا هم پرې شوې ده.

د چين ځمکپېژندنې ادارې خبر ورکړی، چې د ډسمبر په ۲۰مې نېټې د ماښام په ۶ بجو او ۳۴ دقیقو د امريکا د کاليفورنيا په سواحلو کې د ريښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزله شوې او ژوروالی یې کابو ۱۰ کېلومتره ښودلی دی.

(ژباړه: شکريه)