نړیوال بانک اوکراين ته د ۶۱۰ میلیونو ډالرو اضافي ملاتړ منظور کړ
CMG2022/12/21 11:54:59
شريکول:

نړيوال بانک د ډسمبر په ۲۰مې نېټې خبر ورکړی، چې د اوکراين د کورنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره يې له دغه هېواد سره د ۶۱۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت اضافي مالي پلان منظور کړی دی.

نړیوال بانک ويلي، چې د روسیې او اوکراین د شخړې له امله د اوکراین د روغتیا ادارې او د انرژۍ مهم تاسيسات او ټرانسپورټي شبکې سختې اغېزمنې شوې دي او ياد مالي ملاتړ به يې له اوکراين سره د يادو ستونزو له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

 (ژباړه: شکريه)