چین پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له افغانستان سره زیاتې مرستې وکړي
CMG2022/12/21 12:12:17
شريکول:

 

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د ډسمبر په شلمې نېټې د افغانستان په اړه د امنيت شورا په علنۍ غونډې کې وينا کړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې له افغانستان سره زياتې مرستې وکړي.

 جانګ جون ويلي، چې افغانستان اوس د بيارغونې په يوه مهم پړاو کې دی او پر وړاندې يې د سوله ييز پرمختګ اوږده لاره پرته ده. نوموړي په خپلو خبرو کې نړيوالې ټولنې ته درې فقره ييز وړانديز کړی دی.

۱ـ  نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ پر وړاندې سخته مبارزه وکړي.

۲- نړيواله ټولنه دې له افغانانو سره د ناخوالو په خلاصون کې مرسته وکړي.

۳ـ نړيواله ټولنه دې‌ د سالم پرمختګ په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

۴ـ نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره خبرې اترې او تماس وساتي.   

 جانګ جون زياته کړې، چې د افغانستان ګاونډيانو او شاوخوا هېوادونو له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان دسوله ییز بهير د ملاتړ لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې چين د افغانستان د سوله ييزې بيارغونې په برخه کې د ملګرو ملتونو د مهم رول ملاتړ کوي او غواړي له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې لا زياتې مرستې وکړي.