شي جين پينګ د کوته دیوا له ولسمشر سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/12/21 12:10:36
شريکول:

  د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۲۰مې نېټې په ماسپښين د کوته ديوا له ولسمشر الاساني اوتارا سره ټليفوني خبرې کړي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

 شي جين پينګ کوته ديوا په افريقا کې د چين يو مهم ملګری او دوست هېواد یاد کړی دی.

راتلونکی کال به د چين او کوته دیوا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر وي. 

نوموړي د کوته دیوا ستاینه کړې، چې د يو چين پېژندنې پر اصل يې ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې چين به لهکوته دیوا سره په ګډه د يو بل اصلي ګټې وساتي، خپلمنځي اړيکې به ورسره نورې هم ټينګې او ژورې کړي او د يو بل ملاتړ ته به دوام ورکړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې د چين او کوته دیوا تر منځ همکارۍ پراخ امکانات لري او چين غواړي هراړخيزې همکارۍ ورسره پياوړې کړي.  چين به له کوته دیوا او نورو افريقايي هېوادونو سره په ګډه د نړيوال عدالت د ساتلو او د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتنې لپاره کوښښونه وکړي.

د کوته ديوا ولسمشر الاساني اوتارا د خبرو په پېل کې رئیس شي جين پينګ ته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي د ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.

نوموړي ويلي، چې هېواد به یې د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار ولري، د څو اړخیزم ملاتړ ته به دوام ورکړي او د یو کمربند او یوې لارې پلان به پلی کړي.