د کون مینګ- مونټريال د بیولوژیکي تنوع نړیوال چوکاټ لاسلیک شو
CMG2022/12/21 14:55:27
شريکول:

په کاناډا کې سهار وختي پر ځایي وخت د روان ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۱۹مه نېټه   د ملګرو ملتونو د بیولوژيکي تنوع تړون د لاسلیکوونکو ۱۵مې غونډې (COP15)ګډونوالو د کون مینګ- مونټريال د بیولوژیکي تنوع نړیوال چوکاټ د تصویبېدو په مناسبت یو بل ته مبارکیانې وړاندې کړې.

نړیوالې ټولنې تر څلور کلنې سلا‌مشورې وروسته دغه چوکاټ لاسلیک کړ او دغه چوکاټ تاریخي اهمیت لري چې د ګردې نړۍ  د بیولوژيکي تنوع د خوندیتوب په اړه د بېلابېلو خواو نیت او ټينګه اراده ترې څرګندېږي.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش وویل، موږ له طبیعت سره د سوله‌ییز ګډ ژوند تړون لاسلیک کړی دی.

په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ بیولوژيکي تنوع سخته ویجاړه شوې ده،  نړیواله ټولنه یاد چوکاټ د طبیعت ساتنې په برخه کې د پاریس تړون بولي چې په راتلونکې کې د ګردې نړۍ د بیولوژیکي تنوع د خوندیتوب او مدیریت لپاره يې موخه او لارې تایید کړې دي.

د کون مینګ- مونټريال د بیولوژیکي تنوع نړیوال چوکاټ کې ۲۳ موخې ټاکل شوې دي. لاسلیکوونکو په دغه چوکاټ کې ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د ګردې نړۍ لږ تر لږه ۳۰ سلنه ځمکې، د اوبو سرچینې او سمندر له زیان اوښتو خوندي وساتي. ولې ۳۰ سلنه ټاکل شوې؟ څرنګه چې دغه رقم په نړۍ کې د انسانانو د موجودیت او پرمختګ بنسټیزه اړتیا ده. اوس په ټوله نړۍ کې تر ساتنې لاندې ځمکې او سمندر یوازې په جلا جلا توګه ۱۷ سلنه او ۸ سلنه ده. شنونکي وايي، چې دغه موخه له ټاکلو څخه د بیولوژیکي تنوع ساتنې په اړه د بېلابېلو هېوادونو ټینګه اراده ښکاري او عملي کېدونکې ده.

په دغه چوکاټ کې پانګې یوه بله مهمه موضوع ده، مختلفو خواوو موافقه کړې چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به هر کال د بیولوژيکي تنوع د ساتلو ستراتيژۍ او عملي پلان د تطبیق لپاره لږ تر لږه ۲۰۰ میلیارډه ډالره بېل کړي. پرمختللي هېوادونه به تر ۲۰۲۵م کال پورې هر کال مخ پر ودې هېوادونو ته ۲۰ میلیارډه ډالره برابر کړي او له ۲۰۲۵م کال څخه تر ۲۰۳۰م کال پورې به دغه شمېر ۳۰ میلیارډه ډالره وي. که دغه ژمنې پوره شي، نو په ګردې نړۍ کې د بیولوژيکي تنوع ساتلو لپاره پیاوړی تضمین به برابر شي.

سربېره پر دې، په دغه چوکاټ کې هم ټاکل شوي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې دې په ټوله نړۍ کې د خوړو ضایعات نیم ته راښکته شي.

په حقیقت کې د دغه چوکاټ د سلامشورې بهیر له ستونزو ډک و. چین د COP15 رییسه هېواد په توګه، د مشورې بهیر د هڅولو او د مختلفو خواوو د همغږۍ لپاره لارښوونکی رول لوبولی دی. د چین د دولت رییس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د ګردې نړۍ د موجودیت ګډې ټولنې پر جوړولو ټينګار کړی. د چین په کون مینګ ښار کې د COP15 لومړي پړاو کې په بریالیتوب سره د کون مینګ اعلامیه خپره شوې چې په ګردې نړۍ کې د بیولوژیکي تنوع ادارې لپاره يې پياوړی باور برابر کړی دی. د چین حکومت د کون مینګ بیولوژیکي تنوع صندوق د قایمېدو اعلان وکړ او د پرمختیايي هېوادونو له اړوندو کارونو څخه ملاتړ کوي.

د چین کوښښونه د بېلابېلو خواوو لخوا ستایل شوي. د کانګو استازي وویل، د چین له نه ستومانه کېدونکو هڅو او زړورتیا څخه مننه کوو. د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام ادارې اجراییوي مشرې انوسن وویل، چین د ګردې نړۍ د بیولوژيکي تنوع د ساتنې په برخه کې غښتلې هڅې او خدمتونه کړي دي.

سږ کال د ملګرو ملتونو د بیولوژیکي تنوع تړون د تصویبېدو ۳۰ کلیزه ده. هیله من یو چې بېلابېلې خواوې به د ګردې نړۍ د بیولوژيکي تنوع د ساتلو لپاره عملي تدبیرونه ونیسي.