د افغانستان پخواني پاچا امیرشیر علي خان په ۱۸۷۹ ميلادي کال د خپل پوځ د قوي کېدو په موخه د کابل ښار د همزنګ سیمې په څنګ آسمايي غره لمن کې د پوځي وسایطو او وسلو جوړولو فابريکه (حربي فابريکه) جوړه کړه چې پر(ماشین خانه) شهرت لري.
په دې فابريکه(ماشین خانه) کې توپونه او بېلابېل ټوپک او جنګي شیان جوړېدل. دغه ځای اوس د ماشین خانې په نوم یادېږي.