عبداللهيان: ایران د لاسليک شوې مسودې پر بنسټ د اټومي تړون خبرو ته چمتو دی
CMG2022/12/21 11:50:22
شريکول:

د ايران بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د ډسمبر په شلمې نېټې ويلي، چې هېواد يې غواړي د لاسليک شوې مسودې پر بنسټ د اتريش په پلازمېنې ويانا کې د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د بيا پلي کېدو خبرې اترې بشپړې کړي.

د ايران بهرنيو چارو وزارت پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې عبداللهيان په همدې ورځ د اردن په پلازمېنې عمان کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو له عالي استازي جوسيپ بوريل سره کتلي او يادې څرګندونې يې کړې دي.
عبداللهیان ويلي، چې د ایران د اټومي تړون ښکېلې خواوې بايد موافقې ته د رسېدو لپاره دغه مسئله سیاسي نه کړي او لازمې پرېکړې بايد وکړي.

(ژباړه: شکريه)