د امريکا په استازيو مجلس کې جمهوري غوښتونکو غړو د ډسمبر په ۲۱مې نېټې د کپيټل هېل د شخړو په اړه څېړنيز راپور خپور کړی او د شخړې دلايل يې د امنيتي کارکوونکو غير مسؤلانه کړنې بللې دي.
په راپور کې د کپيټل هېل د پوليسو ادارې د اصلاحاتو غوښتنه شوې او پکې راغلي چې کانګرېس بايد د دغو پوليسو اداره پياوړې کړي.
راپور د امريکا د استازيو مجلس مشره نانسي پيلوسي هم مسؤله بللې، خو په يادې شخړې کې د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاس لرل نه دي ياد شوي.