نړیواله ټولنه د بیولوژیکي تنوع د خوندیتوب لپاره د چین هڅې ستايي
CMG2022/12/22 14:39:47
شريکول:

د بیولوژیکي تنوع تړون د لاسلیکوونکو د ۱۵مې غونډې (COP15) په دوهم پړاو کې د ډسمبر په ۱۹مه نېټه د کون مینګ- مونټريال د بیولوژیکي تنوع نړیوال چوکاټ تصویب شو. ګډونوالو وویل، چې دغه چوکاټ د دې غونډې ستر بریالیتوب دی. چین د دغه چوکاټ د تصویبېدو په بهیر کې لارښوونکی رول لوبولی او د ګردې نړۍ د بیولوژیکي تنوع د خوندیتوب لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام د یوې اعلاميې په خپرولو سره د یاد چوکاټ د تصویبېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، په دغه چوکاټ کې د بیولوژیکي تنوع د کمښت د مخنیوي یو لړ موخې او د بېلابېلو هېوادونو دندې ټاکل شوې، مالي ملاتړ او د دغه چوکاټ د تطبیق د څار کارونه هم پکې تایید شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بیولوژیکي تنوع تړون د دارالانشا اجرایوي مشرې ایلیز  ابیټس مریما وویل، چین د COP15 رئيسه هېواد په توګه ډېر مهم او رغنده رول لوبولی دی. چین د یاد چوکاټ د تصویبېدو لپاره ډېر زیات وخت لګولی دی، او د مختلفو خواوو ترمنځ د توپیرونو د کمښت لپاره يې ګڼ شمېر کارونه او مشورې تر سره کړې دي. چین په دې بهیر کې پياوړی لارښوونکی توان څرګند کړی دی.

د کاناډا د چاپېریال ساتنې او د اقلیمي بدلون وزیرستیون ګویلبیولټ وویل، بېلابېلو خواوو د چین تر هڅونې لاندې سره همکارۍ کړې او په دې توګه د کون مینګ- مونټريال د بیولوژیکي تنوع نړیوال چوکاټ تصویب شو. د دغه چوکاټ تصویبېدل د نړیوالې ټولنې د راتلونکو کړنو د غوره کولو یو مهم ګام دی. دغه چوکاټ د طبیعت، هوا او اوبو د ساتنې په موخه دی. موږ ترې ډېره مننه کوو.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام ادارې اجرایوي مشرې ینګ انوسن وویل، چین د ګردې نړۍ د بیولوژیکې تنوع د خوندیتوب په اړه د نړیوالو موافقې د هڅولو لپاره تل ټينګ هوډ غوره کړی او په دې برخه کې د چین کوښښونه او خدمتونه ستر اهمیت لري او ډېر د ستاینې وړ دي.

مېرمن انوسن زیاته کړه، چین د ملګرو ملتونو د صحرایي کېدو د مخنیوي تړون او د لندو سیمو د ساتنې تړون د لاسلیکوونکو غونډو رئيسه هېواد دنده هم پر غاړه اخیستې ده. چین د نړۍ په کچه خپل لارښوونکي ځواک ښکاره کړی دی.

د COP15 په دوهم پړاو کې د برازیل د مرکچي پلاوي لومړي استازي او د برازیل د بهرنیو چارو وزارت د تلپاتې پرمختیا ادارې مشر لیوندو داتاید وویل، چین د رئيسههېواد په توګه ډېر مهم رول لوبولی دی، چین هم د بیولوژیکي تنوع خوندیتوب د ساتنې او هم د اقلیمي بدلون ضد د مقابلې په برخو کې ستر کوښښونه کړي، ویل کېږي چې چین په نړۍ کې د چاپېریال مهم ساتونکی ګرځېدلی دی.

د نړۍ د طبیعت ساتونکې ټولنې عمومي مدیر برونو اوبرلي وویل، د چین حکومت لومړی د ایکولوژیکي تمدن نظر وړاندې کړی او له ګردې نړۍ سره یې دغه نظر په فعاله توګه شریک کړی او کوي يې. دا د ګردې نړۍ لپاره د چین دایمي خدمت دی. د چاپېریال ساتنه، د ټولنې پرمختګ او د اقتصاد پرمختیا یو له بل سره نږدې اړیکې لري او ملاتړ یې کوي. د چین لخوا وړاندې شوی د ایکولوژیکي تمدن نظر د نړۍ د طبیعت ساتونکې ټولنې له هیلو سره سمون لري.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د بیولوژیکي تنوع تړون دارالانشا اجرايوي مشرې  زیاته کړه، ایکولوژیکي تمدن د انسانانو او نړۍ ترمنځ هوساینه بلل کېږي.

 که موږ ۲۰۵۰م کال ته کتنه وکړو، هیله من یو چې په هغه وخت کې به په ګردې نړۍ کې انسانان له طبیعت سره په هوساینه کې ګډ ژوند وکړي. دا د ایکولوژیکي تمدن مانا ده او د انسانانو او طبیعت ترمنځ مناسبې اړیکې دي.