لي که چيانګ د چین د دولتي شورا د نوبتي غونډې مشري وکړه
CMG2022/12/22 11:58:44
شريکول:

 د چين صدراعظم لي که چيانګ د ډسمبر په شلمې نېټې د دولتي شورا د يوې نوبتيغونډې مشري کړې او د اقتصاد د ثبات لپاره يې یو لړ تګلارې ټاکلې دي.

د مالوماتو له مخې، د دولتي شورا د نويو تګلارو په مټ به د چين د اقتصاد د بیاسمسورتيا بنسټ پیاوړی شي او په هېواد کې به د کلیدي تولیداتو عرضه او قیمتونه ثابت او د خلکو د ژوند اړتیاوې به پوره شي. 

په يادې غونډې کې ويل شوي، چې د چين د اقتصاد اوسني وضعیت د بیاسمسورتيا او ثبات رجحان ساتلی دی، خو بنسټ یې لا هم پیاوړی نه دی او اړينه يې دا بللې، چې  اړوندې ادارې د مرکزي اقتصادي کاري غونډې روحیه پلي کړي، د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې او دولتي شورا غوښتنې تطبیق کړي او د وبا د مخنیوي او کنټرول او د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ښه همغږي وساتي او د اقتصادي ودې، کارموندنې او بيو ثبات لپاره ښه کارونه تر سره کړي.