د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو لېدنه کړې
CMG2022/12/22 11:25:09
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د ډسمبر په ۲۱مې نېټې ويلي، چې په همدې ورځ يې د سعودي عربستان له بهرنيو چارو وزیر فيصل بن فرحان السعود سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.

ايران او سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې غوڅې کړي او له هغه وخت راهيسې دا لومړی ځل دی، چې د دواړو هېوادونو خارجه وزیران سره ويني او مخامخ پر ځينو مسئلو خبرې کوي.

عبداللهيان په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ویلي، چې د اردن په پلازمينې عمان کې يې د بغداد د همکاريو او همکاريزو اړيکو د ۲مې غونډې په څنډې کې د عمان، قطر، عراق، کويت او سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره کتلي دي.

نوموړي د خپل سیال فیصل په قول خبر ورکړی، چې سعودي عربستان غواړي له ايران سره خبرو او مشورو ته دوام ورکړي.

سعودي عربستان تر اوسه د عبداللهيان د يادو څرګندونو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.