د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرایس د ډسمبر په ٢٠مه ويلي، چې د افغانستان لنډ مهالي حکومت په همدې ورځ دوه امريکايي اتباع خوشې کړي دي.
نوموړي ويلي، چې د افغانستان لنډ مهالي حکومت د ښه نيت له مخې دوه امريکايان له بنده ازاد کړي دي.
پرایس د خوشې شویو امريکايانو هویت نه دی په ډاګه کړی او په ټینګار یې ويلي، چې امريکې د يادو دوو امريکايانو په بدل کې څوک نه دي خوشي کړي او نه يې هم پیسې ورکړې دي.
نوموړي ويلي، چې د امریکا حکومت له ۲ خوشې شويو اتباعو سره مرسته کوي او ډېر ژر به له خپلو کورنیو سره یوځای شي.