شي جين پينګ د استراليا له عمومي والي ډیويډ جون هرلي او صدراعظم انتوني البانیس سره د مبارکۍ پيغامونه تبادله کړل
CMG2022/12/22 11:10:17
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ٢١مې نېټې د استراليا له عمومي والي ډیويډ جون هرلي او صدراعظم انتوني البانیس سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کليزې د نمانځنې په پار د مبارکۍ پيغامونه تبادله کړي دي.

 شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او استراليا د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۵۰ کالونو په درشل کې په بېلا بېلو برخو کې عملي همکارۍ کړي او سترې پايلې يې تر لاسه کړې دي.

نوموړي د چين او استراليا د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو د اساسي ګټو لپاره مهم، بلکې د اسيا او ارام سمندري سیمې د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره يې هم ګټور بللی دی او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو اړيکو د سيمې خلکو ته د پام وړ ګټې رسولې دي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې هغه د چين او استراليا د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او ويلي يې دي، چې هغه به له استراليا سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کليزې په مناسبت د متقابل احترام، متقابلو ګټو او برياليتوب پر اصولو عمل وکړي، د چين او استراليا د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو دوامدار پرمختګ ته بهوده ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

د استراليا عمومي والي ډیويډ جون هرلي په خپل پيغام کې ويلي، چې استراليا به په راتلونکي کې له چین سره هراړخيزېستراتيژيکې همکاريزې اړیکې پياوړې کړي او د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ به ورسره باثباته او رغنده اړيکې جوړې او وده به ورکړي.