شي جين پينګ د متحدې روسيې ګوند له مشر ديميتري مدويديف سره وکتل
CMG2022/12/22 11:09:19
شريکول:

 

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ٢١مې نېټې په بېجینګ کې د متحدې روسيې ګوند له مشر ديميتري مدويديف سره کتلي او په یو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

نوموړي له مدويديف سره په خبرو کې د روسيې ولسمشر ته نيکې هيلې او پېرزونې وړاندې کړي او ويلي يې دي، چې د چين کمونېست ګوند او د متحدې روسیې ګوند   اوږدمهالو اړيکو او نظر تبادلو د چين او روسيې ترمنځ د سياسي متقابل باور او ګټورو همکاريو د پياوړتيا او د خپلمنځي ستراتيژيکې همغږۍ د څرګندولو لپاره ځانګړی ډګر برابر کړی دی.

 شي جين پينګ ويلي، چې چين به له روسيې سره په نوې زمانه کې د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو لپاره ګډ کوښښونهوکړي او د نړيوالې حکومتوالۍ د پرمختګ لپاره به په عادلانه او معقولې لارې ګامونه پورته کړي او په ګډه به ورسره پرمختګ ومومي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اوکراين بحران ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې چين د اوکراين د کړکېچ په اړه خپل معقول او عادلانه دريځ ساتلی او په فعاله توګه اړوندې خواوې هڅوي، چې سوله ییزو خبرو اترو ته وده ورکړي.

د متحدې روسيې ګوند مشر ديميتري مدويديف د خبرو په پېل کې رئیس شي جين پينګ ته د روسیې د ولسمشر پوتین ليک وسپاره او نوموړي ته يې د هغه نيکې هيلې او پېروزينې وړاندې کړې او بيا يې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د شي جين پينګ د بيا ټاکل کېدو په پار نوموړي ته مبارکي وويله.

مدويديف وويل، چې د متحدې روسيې ګوند غواړي، د چين له کمونست ګوند سره د حکومتولۍ او ادارې په برخه کې د تجربو تبادله پياوړې او د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ شوې مهمې موافقې عملي کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اوکراين کړکېچ ډېر پېچلی او دلایلو پورې تړلی وباله او هيله يې وښوده، چې د سوله ییزو خبرو اترو له لارې ستونزې حل شي.

 دواړو خواوو د ګډو اندېښنو او نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادله کړې ده.