د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بېورو او د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۲۱مې نېټې په بېجينګ کې د استراليا د بهرنيو چارو له وزيرې پننې وونګ سره کتلي او د چين او استراليا د ۶مې دورې د ډيپلوماتيکو او ستراتيژيکو خبرو اترو ګډه مشري يې وکړه.
وانګ يي ويلي، چې پننې وونګ د چين او استراليا د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کلیزې په درشل کې بېجينګ ته سفر کړی او د نوموړې دا سفر يې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره مهم بللی دی.
نوموړي ويلي، چې چين او استرالیا تاريخي شخړې او اړدوړ نه لري او دواړه هېوادونه یو بل ته د متقابل درناوي په اساس همکاران پاتې کېدای شي.
وانګ يي زياته کړې، چې د چين او استراليا خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې د دواړو هېوادونو خلکو له ګټو سره سمون لري او د اسيا او ارام سمندر سيمې او نړۍ د سولې او پرمختګ د پياوړتيا لپاره يې ګټورې بللې دي.
پننې وونګ په خپلو خبرو کې د استراليا او چين ثابتې او رغنده اړيکې د دواړو هېوادونو او سيمې لپاره مهمې او ګټورې بللې دي.
نوموړې ويلي، چې د استراليا حکومت د يو چين پر پېژندنې ټينګار لري، غواړي خپلمنځي توپيرونه کنټرول او ښه اداره وکړي او د دواړو هېوادونو د هراړخيزو سترتيژيکو همکاريزو اړيکو په چوکاټ کې په بېلا بېلو برخو کې ورسره سلا مشورې او د نظرونو تبادلې زياتې کړي.
دواړو خواوو د چين او استراليا د ډيپلوماتيکو او ستراتيژيکو خبرو اترو د لاسته راوړنو ګډه اعلاميه هم خپره کړې ده.