زيلنسکي له جو بايډن سره وکتل
CMG2022/12/22 11:29:07
شريکول:

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د ډسمبر د ۲۱مې نېټې په ماسپښين د امريکا په سپينې ماڼۍ کې له ولسمشر جو بايډن سره کتلي دي.

دا د روسيې او اوکراين د شخړې له رامنځته کېدو وروسته لومړۍ ځل دی، چې ولسمشر زيلنسکي د پوځي او اقتصادي مرستو د جلبولو په موخه بهرنيو هېوادونو ته په سفر وتلی دی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن له نوموړي سره په يوې ګډې خبري ناستې کې اعلان کړی، چې اوکراين سره به د اېم ايي اېم-۱۰۴ هوايي دفاع سيسټم (MIM-104 Patriot) په شمول د ۱ ميليارډ او ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وکړي.

جو بايډن ويلي، چې د امريکا نړيوال پرمختيايي پروګرام (USAID) په همدې ورځ ژمنه کړې، چې اوکراين ته به د ۳۷۴ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرستې هم ولیږي.

ټاکل شوې، چې ولسمشر زیلنسکي به د امريکا کانګرېس ته هم وينا وکړي.