د امريکا د انټرسپټ په نوم ويبسايټ څو ورځې مخکې خبر ورکړی، چې پېنټاګون یا د امريکا دفاع وزارت له اوږدې مودې راهیسې د ټويټر په شمول له ګڼو ټولنيزو رسنيو سره پټې همکارۍ پېل کړي او جعلي اکانټونه يې جوړ کړي دي.
خبر وايي، چې پېنټاګون په منځني ختيځ او نورو سيمو کې د انټرنيټي معلوماتو جګړې کوي، ګونګوسې خپروي او د بې بنسټه مالوماتو پراساس پر نورو هېوادونو تورونه لګوي او په همدې لارې يې خپل تسلط ساتلی دی.
خبر زیاتوي، چې پنځه کاله کیږي، چې د امريکا دفاع وزارت او ټويټر تر منځ همکارۍ روانې دي.