د چين او هند پوځونو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۲۰مې نېټې د قوماندانانو په کچه د خبرو اترو ۱۷م پړاو تر سره کړی دی.
د مالوماتو له مخې، دواړو خواوو د تېرې جولای د ۱۷مې نېټې خپلمنځي غونډې پر بنسټ پرانېستې او رغنده خبرې کړي او د سرحدي سيمو په لويديځه برخه کې د واقعي کنټرولونکې کرښې په شمول پر اړوندو مسئلو د نظريو تبادله کړې ده.
دواړو خواوو د مشرانو د ګډو نظرونو په رڼا کې موافقه کړې، دا چې ژر به په ډاګه توګه پر پاتې مسئلو بحثونه وکړي، د خپلمنځي سرحداتو لويديځې برخې د واقعي کنټرولونکې کرښې په شاوخوا کې د سولې او ثبات د اعاده کېدو او د ذات البيني اړيکو د پرمختګ په ګټه به وي.
دواړو خواوو موافقه کړې، چې د چين او هند ترمنځ د سرحداتو د لويديځې برخې امنيت او ثبات به ساتي، خپلمنځي ډيپلوماتيکي خبرې او پوځي مشورې به دوام ولري او ژر به د پاتې مسئلو د حلولو لپاره د دواړو خواوو د منلو وړ لايحه جوړوي.