وانګ يي د امريکا د اسيايي ټولنې د بورډينګ کمېټې له رئيس تورنټن سره وکتل
CMG2022/12/23 12:10:33
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو او د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ٢٢مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د اسيايي ټولنې د بورډينګ کمېټې له رئيس تورنټن سره کتلي دي. 

وانګ يي له تورنټن سره په ليدنې کې ويلي، چې امريکا دې له چين سره د اړيکو د ثابت او دايمي پرمختګ لپاره د بېجينګ په اړه سم تفاهم رامنځته کړي، مقاومت دې شا ته وغورځوي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې ډيالوګ او همکارۍ وکړي.

نوموړي ويلي، چې چين او امريکا دې د اقليمي بدلون او د غلو دانو او انرژۍ د بحرانونو په ګډون د سيمه ييزو مسایلو او نړيوالو ننګونو د مقاومت لپاره د اړتيا وړ همکارۍ وکړي او د لویو هېوادونو په توګه دې خپل مسئوليتونه پر غاړه واخلي. نوموړي همدا ياد ټکي د نړيوالې ټولنې تمه هم بللې ده.

وانګ يي زیاته کړې، چين له امريکا سره د هرې کچې خبرو اترو ته خلاصه رويه غوره کړې، د ښاغلي تورنټن په ګډون د امريکا د سوداګريزو، ستراتيژيکو او علمي شخصيتونو د تګ راتګ هرکلی يې کړی او غواړي د دواړو خواوو تر منځ متقابل تفاهم ژور کړي.

تورنټن ويلي، چې امريکا او چين بايد ستراتيژيک ملګري واوسي.

نوموړي ویلي، چې هغه به د امريکا او چين ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو تبادلو د پياوړتيا، د چين په اړه د امريکايانو د هراړخيزې پوهې د لوړولو او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ثابت پرمختګ لپاره اړینې چارې ترسره کړي.

(ژباړه: شکريه)