د چین او استرالیا ترمنځ اړیکې پر سم لوري تنظیم شوې
CMG2022/12/23 14:23:03
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲۱مه نېټه له استرالیا سره د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۵۰مې کلیزې په مناسبت د استرالیا له عمومي والي داوید هورلي او لومړي وزیر انتوني البنیس سره د مبارکۍ پيغام شريک کړ. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په همدې ورځ په بېجینګ کې د ډيپلوماتيکو او ستراتيژيکو چارو ۶مې دورې دیالوګ ترسره کړ او د خپلمنځي اړیکو د ښه والي په هکله يې یو لړ موافقې تر لاسه کړې دي.

دا د خپلمنځي اړیکو د ښه والي په اړه د چین او استرالیا تازه کوښښونه دي. رئيس شي جين پينګ په تېر نومبر کې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې له لومړي وزیر انتوني البنیس سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي لپاره لوري روښاڼه کړي و. اوس د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر له ۳ کلن ځنډ وروسته چین ته سفر کوي، له دې ښکاري چې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو او ستراتيژيکو چارو میکانیزم تر ۴ کلن ځنډ وروسته بیا احيا شوی دی، دا د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې د تطبیق یو مهم ګام دی.

چین او استرالیا د اسیا او ارام سمندر سیمې مهم هېوادونه دي، دوه اړخیزې اړیکې يې د چین او پرمختللو هېوادونو په اړیکو کې مخکښ ځای نیولی. خو په تېرو څو کلونو کې د امریکې لخوا د لویو هېوادونو ترمنځ د ناسمې سیالۍ د هڅونې له امله، د استرالیا ځینو سیاستوالو له چین سره دوستانه اړیکې او د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري له لاسه ورکړې او د امريکې په لمسون يې د چين پر وړاندې تقابل غوره کړی و. لکه د استرالیا په کوردننه کې د G5 شبکې په جوړونه کې يې د چیني شرکت پانگونه او فعاليتونه منع کړی او پر چین پسې يې يو لړ ګواښونه تړلي.

د استرالیا د ځينو سیاستوالو د ناسمو کړنو له امله، د چین او استرالیا په اړیکو کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي.

د استرالیا نوي حکومت د روان کال په مې میاشت کې تر لوړې وروسته له چین سره د اړیکو د ښه والي نیت څرګند کړ. سربېره پر دې، د استرالیا بېلابېلو ټولنو هم له حکومت څخه وغوښتل چې له چین سره اړیکې ښې کړي. چین دې ته فعال ځواب ورکړ او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي فرصت پیدا شوی دی.

چین دا وړانديز کړی چې چین او استرالیا د خپلمنځي اړیکو د عادي کولو لپاره باید یو د بل درناوی وکړي، د توپیرونو په سمې کتنې سره دې ګډې نظریې راغونډې کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکاري غوره کړي. دواړه خواوې دې خپلمنځي تماسونه وساتي، توپیرونه دې ښه اداره کړي، عملي همکاري دې پرمخ بوزي او د بشري او کلتوري تبادلې دې هڅونه وکړي، په دې سره به د چین او استرالیا د اړیکو د ښه والي او ټينګښت د راتلونکي پړاو لپاره پلانونه وټاکل شي.

د چین او استرالیا په اړیکو کې هېڅ تاریخي ربړه او بنسټيزه ستونزه نشته. پروا نه لري چې نړیوال وضعیت څنګه بدلېږي، که چین او استرالیا د خپلمنځي اړیکو د ټينګښت اصول مراعات کوي، نو خپلمنځي اړیکې به پر سم لوري روانې شي.

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البنیس په اشارې سره وویل، چې استرالیا به له چین سره د اړیکو ثابت پرمختګ پرمخ بوزي. د استرالیا نوی حکومت دا تايید کړې چې د یو چین پېژندنې پر اصولو ټينګار کوي او د دواړو خواوو ترمنځ توپیرونه به ښه اداره او کنټرول کړي.

استرالیا باید خپلې ژمنې پوره کړي، د سیاسي نظام او تاریخي کلتور او ارزښتونو په برخو کې د دواړو خواوو توپیرونو درناوی دې وکړي، د شینجیانګ، هانکانګ او بشري حقونو په اړه د چین په کورنیو چارو کې له لاسوهنې څخه دې ډډه وکړي.

اوس د چین او استرالیا په اړیکو کې ستونزې لا هم شته دي، نو دواړه خواوې دې د خپلمنځي سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۵۰مې کلیزې فرصت په کارولو سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظریې ښې پلې کړي او د دوه اړخیزو اړیکو ښه والي او پرمختګ دې پرمخ يوسي. د چین او استرالیا سالمې او ثابتې اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري، بلکې د اسیا او ارام سمندر او حتی د نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتیا لپاره ګټورې دي.