زيلنسکي له امریکا څخه د نورو پوځي مرستو غوښتنه وکړه
CMG2022/12/23 15:05:43
شريکول:

د اوکراين ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي د ډسمبر په ۲۱مې نېټې په واشينګټن کې له خپل امريکايي سيال جو بايډن سره کتلي او وروسته يې د امريکا کانګرېس ته وينا کړې ده.

نوموړي کانګرېس ته په وينا کې له امريکا غوښتي، چې اوکرايني ځواکونو ته نورې وسلې هم برابرې کړي.
دا د روسيې او اوکراين د شخړې له رامنځته کېدو وروسته، د زيلنسکي لومړی بهرنی سفر دی.

 امريکا څو مياشتې مخکې د زيلنسکي د ياد سفر پلان جوړ کړی و. 

جو بايډن له خپل اوکرایني سیال سره تر کتنې مخکې ویلي وو، چې امريکا به د اوکرايني ځواکونو دفاعي توان او په تېره بيا د هوايي‌ بريد ضد توان به یې پیاوړی کړي.

 زيلنسکي ويلي، چې اوکراين د امريکا په ملاتړ د روسيې او اوکراين ترمنځ روان وضعيت کنټرول کړی، نو ځکه يې پرېکړه وکړه، چې هغه له امريکا څخه ليدنه وکړي.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي منشي پيسکوف د ډسمبر په ۲۲مه نېټه رسنيو ته ويلي، که لوېديځه نړۍ اوکراين ته وسلې ورکړي، نو دا کړنه به یې د روسيې او اوکراين د شخړې د حل لپاره هيڅ ګټه ونه لري، بلکې د اوکراين د خلکو غمونه به زیات او ستونزې به یې پراخې کړي. 

پيسکوف ويلي، که امريکا اوکراين ته د پاتريوت (Patriot) په نوم د هوايي بريد ضد  سيسټم ورکړي، نو د روسیې ځواکونه به دغه سيسټم د بريد هدف وګرځوي.

نوموړي افسوس څرګند کړی، چې د امریکا او اوکراين مشران د روسيې غوښتنې ته ځواب نه وايي.