د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډسمبر په ۲۲مې نېټې يو فرمان لاسليک کړی، چې له مخې یې د دغه هېواد د ګازپروم شرکت او فرعي شرکتونه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې مخکې اجازه نه لري، چې د "غیر دوستانه هیوادونو" له شرکتونو یا شخصيتونو سره معاملې وکړي.
په فرمان کې راغلي، که یو بهرنی کس له هغو هېوادونو سره اړیکې ولري، چې د روسیې له شرکتونو يا اتباعو سره دښمانانه چلند کوي او یا د "غیر دوستانه هیوادونو يا شخصيتونو" لخوا کنټرولیږي، له ګازپروم او د دې تصدۍ فرعي شرکتونو سره د معاملو اجازه نه لري.
(ژباړه: شکريه)